د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه
د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو، حج او اوقافو او د تعلیم او تربیې ریاستونو د رئیسانو په ګډون، نن دوشنبې ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیاتونو سره پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، د هرې قمري میاشتې په ۲۹مه نېټه باندې د رؤیت هلال هيئت ټول غړي باید په خپل ځای کې شتون ولري؛ ځکه دا زموږ او ستاسو مشترک ګډ مسئولیت دی، باید خپل مسئولیت ته نور هم متوجې شو.
نوموړي وویل، باید په ولسوالیو کې هم خپل اړوند د هلال هيئت غړو ته خبر ورکړل شي، چې په خپل وخت سره د یاد هيئت په ناستو کې ګډون وکړي.
په پای کې د پکتیا د مرستیال والي په ګډون ټولو ګډونوالو وویل، په یاده برخه کې به پوره هڅه کوو، تر څو را سپارل شوی مسئولیت په ښه ډول سرته ورسوو.
ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
