د سترې محکمې د قضاء کتابتون پرانیست غونډه ترسره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۷:۳۶
د سترې محکمې د قضاء کتابتون پرانیست غونډه ترسره شوه

د سترې محکمې د رئيس او قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب په مشرۍ؛ د سترې محکمې اداري مرستيال محترم شيخ عبدالمالک (حقاني)، د سترې محکمې نظامي مرستيال محترم شيخ خیرجان (خیرخواه)، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ مولوي محمد حامد (حسیب)، د اطلاعات او کلتور وزارت نشراتي مرستیال محترم مولوي مهاجر (فراهي)، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستيال محترم شيخ سخاؤالله (سعيد)، د علومو اکاډمۍ د طبيعي او تخنيکي علومو مرستيال شيخ امير جان (ثاقب) او د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئيسانو، د قضائي او اداري غړو په ګډون نن پنجشنبه (۲۶/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د قضاء کتابتون د پرانيستې او افتتاح مراسم ترسره شوه.
د قضاء کتابتون د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست تر چتر لاندې فعاليت کوي؛ د تفسیر، حدیثو، فقهې، قضاء، دعوت، عقیدې، فقهي اصولو، سیرت، حقوقو، قوانینو، تاریخ، فلسفې، اروا پوهنې، ټولنیزو علومو، اقتصاد، سیاست، ادبیاتو او نورو موضوعاتو کتابونو له اړخه يو غني کتابتون دی؛ چې شاوخوا درې زره (۳۰۰۰) عنوانه او (۶۰۵۲) جلده کتابونه لري.
دغه راز په یاد کتابتون کې د ورځپاڼو، جریدو، مجلو او متحدالمآلونو (۷۶) عنوانه او (۶۳۲) جلده بېلابېل کلني کلکسیونونه هم موجود او ساتل شوي دي. 
د قضاء کتابتون د محترم قاضي‌القضات شیخ صاحب په ځانګړې پاملرنه په نوې او عصري بڼه جوړ او د مطالعې لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې په کې برابرې شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی