د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس په هڅو په خوست ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ (۳۰) کلنه دښمني د سولې له لارې حل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۱۰
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس په هڅو په خوست ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ (۳۰) کلنه دښمني د سولې له لارې حل شوه

د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي په هڅو او ترغیب او د خوست ولایت د قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسئولینو په منځګړیتوب، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول میاشتې په ۲۴مه نېټه د دوو کورنیو ترمنځ (۳۰) کلنه دښمني، د سولې له لارې حل او فصل شوه.
دغه موضوع، چې د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې او په نتیجه کې یې څلور کسان وژل شوي هم وو، ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت څېړل شوې او په اړه یې شرعي پرېکړه صادره شوې وه. 
وروسته د دوسیې د یوه جانب د مرافعه غوښتنې په اساس د خوست ولایت مرافعه محکمې د جزا دېوان هم دغه موضوع څېړلې او په تړاو یې د ابتدائیه محکمې لخوا صادره شوې پرېکړه تائید کړې وه.
دغه موضوع د تمیز غوښتنې په موخه د تمیز عالي ریاست د جزا عمومي دېوان ته راجع او دغه دېوان یې په اړه لازمې پلټنې ترسره کړې.
د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي، خوست ولایت ته د دې په اړه د وروستیو څېړنو پر مهال د موضوع طرفین سولې ته ترغیب او وهڅول، چې طرفینو د یاد ولایت د قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسئولینو په منځګړیتوب له یو بل سره سوله وکړه او دغه اوږدمهاله دښمني یې په رسمي دول حل او پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۴۱
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې دي:
۱ـ     د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسینونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۰
Background image

د پکتيا ولايت ځاځي اريوب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتيا ولايت ځاځي اریوب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په ترغيبي هڅو؛ د قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۷/ ۶/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۲:۴
Background image

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې دي:
۱ـ ټولټال (۱۳۷) قلمه د پخلنځي لوښي، (۸۳۸۴٫۵) کیلوګرامه مایع ګاز، (۱۲۷). . .

بیا په خبرونو کی