د زابل ولایت مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۴:۵۸
د زابل ولایت مرافعه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

 د زابل ولایت مرافعه محکمې د جزا دېوان رئيس مفتي عبدالودود (تائب) او قضائي غړو په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او مخورو په منځګړيتوب په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
ياده موضوع د زابل ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ يو نيم کال مخکې رامنځته شوې وه؛ چې د مرافعه محکمې جزا دېوان ته له راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
ورپسې د یاد دېوان قضائي غړو د موضوع جانبین سولې ته وهڅول، له ډېرو هڅو وروسته د مقتول کورنۍ سولې ته اماده شوه، دښمني يې په دوستۍ بدله شوه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی