په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د پکتيکا ولايت خوشامند او وازېخوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محاکمو یاد کسان له يو کال څخه تر دوه کاله او شپږ میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۵ څخه تر ۳۵ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.
