د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۱:۱۸
د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو او غړو، د مرافعه محکمې مرستيال، اختصاصي محکمې رئیس او غړو، د وثایقو آمر او غړو او د تحریراتو رئیس په ګډون په ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم ابوالمنذر خبرې وکړې وويل، حاضرۍ ته دې ډېره پاملرنه وشي، د حاضرۍ په کتاب کې د سهار او ماسپښین لاسلیک پر خپل وخت وکړي.
د غونډې په دوام د قضائي او اداري چارو د لا ښه سمون په موخه د ټولو ګډونوالو نظرونه واورېدل شول او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې په ځينو قضائي او اداري موضوعاتو باندې تفصیلي بحثونه وشول، ځينې موضوعات راتلونکې غونډې ته پرېښودل شول او قضاتو ته هدایت وشو، چې په اړه یې مطالعه وکړي او بلې غونډې ته تحریري معلومات وړاندې کړي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی