په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته چې پر لواطت متهم و؛ نن سه شنبې ۲۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۲۵ دُرې تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې په دې پرېکړه یاد متهم قناعت درلود او د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر عام محضر کې پرې تطبيق شوه.
د تعزیري سزا حکم د قضائي غړو، امارتي ادارو مسؤولينو، قومي مشرانو او عام خلکو په حضور کې تطبيق شو.
