د کندهار زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ يوه پلاوي هلمند ولایت ته سفر وکړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۱:۲۱
د کندهار زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ يوه پلاوي هلمند ولایت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګل (صیاد) په مشرۍ يوه پلاوي په ۱۴۴۶/۱۱/۱۵ هـ ق نېټه هلمند ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه یې لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د خپل دوه ورځني سفر پر مهال د هلمند ولایت نظامي محکمې د ورځنیو فعالیتونو او دوسیو څخه له نېږدې لیدنه وکړه، د هغوی چارې یې وستایلې او په ځینو برخو کې یې ورته اړینې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام د نظامي محکمې مسوؤلینو د یاد پلاوي سفر مهم یاد کړ او خوښي یې وښوده چې وخت پر وخت یې مسؤولین حال اخلي، ستونزې او غوښتنې یې اوري او د ستونزو د حل په موخه ورته هدایات او لارښوونې کوي.
دغه راز یاد پلاوي د هلمند مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد زندان د نظامي بلاک له بندیانو سره یې ولیدل، د هغوی د ستونزو، غوښتنو او دوسیو په اړه یې معلومات وکړل او ټول هغه موضوعات یې یاداشت کړل، چې باید په اړه يې د اړونده مسؤولینو سره بحث وشي او حللاره ورته پیدا شي.
د ليدنې په وروستیو کې د کندهار نظامي محکمې رئیس مسؤولينو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې ياد پلاوي په دې سفر کې د هلمند ولایت نظامي محکمې مسؤولینو تر څنګ د یاد ولایت له مرستیال والي، د علماوو شورا مرستیال او نورو مسؤولینو سره هم وکتل، ترڅو د یادو امارتي ادارو تر منځ همکاري او همغږي لا زیاته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی