د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر موضوعاتو په اړه، په ۱/ ۲/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او وویل، مدافع وکیلان باید خپل مسؤولیتونه په بشپړ شفافیت، صداقت او امانتدارۍ ترسره کړي، ترڅو د خلکو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نشي.
نوموړي زیاته کړه، د سترې محکمې محترم مقام د متحدالمآلونو په اساس باید دوسیې په خپل وخت موږ ته راولېږل شي، تر څو جریان پیدا کړي او حل او فصل شي.
د غونډې په دوام ګډونوالو خبرې وکړې وویل، موږ تاسو ته ډاډ درکوو، چې دغه ټول کارونه به په شفاف ډول او په همغږۍ سره ترسره کېږي، ترڅو خلک متضرر نشي او کارونه یې ژر تر ژره حل او فصل شي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی