د سترې محکمې د دار الافتاء ریاست د ۱۴۴۶ هـ ق کال د درېيمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۱:۱۷
د سترې محکمې د دار الافتاء ریاست د ۱۴۴۶ هـ ق کال د درېيمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د دار الافتاء ریاست د ۱۴۴۶ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې فعاليتونه سرته رسولې دي:
•    د سترې محکمې د دار الافتاء ریاست لخوا د ۱۴۴۶ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې د قضایاوو اړوند حقوقي او شرعي اړخونو د روښانوالي، د شرعي اصولو د پلي کېدو او د محاکمو د قضائي پرېکړو د تقویت په موخه (۱۰) شرعي فتواګانې صادرې شوې دي؛ یادې فتواګانې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو صادرې شوې، چې د محاکمو د قاضیانو او قضائي منسوبینو د شرعي لارښوونې لپاره کارول کېږي او د قضایاوو د حل او فصل لپاره مستند شرعي بنسټ برابروي. 
•    د سترې محکمې د دار الافتاء ریاست لخوا د ۱۴۴۶ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې یو تن بهرنی تبعه، د تحقیق، پوهاوي او خپل اختیار له مخې د اسلام په مبارک دین مشرف شوی دی؛ د یاد ریاست لخوا د اسلامي اصولو مطابق، د نوموړي د اسلام قبلولو بهیر د اړوند قضائي چارواکو له لوري ثبت او تائید شوی، ورسره یې د اسلام مبارک دين قبلولو رسمي تصدیق‌ پاڼه هم ترلاسه کړې؛ چې دا بهیر د اسلامي ارزښتونو د خپرېدو ترڅنګ د قضائي ادارو د دیني خدمتونو یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
•    د ۱۴۴۶ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې د سترې محکمې د دار الافتاء ریاست کتابتون رامنځته شو؛ چې د سترې محکمې عالی مقام لخوا ورته يو شمېر کتابونه په څو مرحلو کې واخېستل شول او د یاد ریاست په واک کې ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی