د لغمان، کندهار، هلمند، ميدان وردګ او ارزګان ولایتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې (۱۴۸۲) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۲۱
د لغمان، کندهار، هلمند، ميدان وردګ او ارزګان ولایتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې (۱۴۸۲) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د لغمان، کندهار، هلمند، ميدان وردګ او ارزګان ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۴/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۱۴۸۲) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د لغمان، کندهار، هلمند، ميدان وردګ او ارزګان ولایتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۳۴۳) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۵۴۰) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۵۳۲) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۲۸) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲۴۳) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د لغمان، کندهار، هلمند، ميدان وردګ او ارزګان ولایتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۶۷) دوسيې تطبيق شوې، (۹) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۲۲) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۴۱) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

د سترې محکمې د قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د افغانستان اسلامي امارت له بېلابېلو ادارو څخه په مجموع کې (۶۲۵) مکتوبونه د هدایت غوښتنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۲۷
Background image

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې د یاد ریاست په تالار کې، د محاکمو (۸۴) جدید الشمول علماء کرامو او د بدخشان او فاریاب ولایاتو د محاکمو (۷) برحال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د مشرتابه محترم عالي مقام د حکم او د قاضي‌القضات او د سترې محکمې د محترم رئیس. . .

بیا په خبرونو کی