د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۶۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۵۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۲:۹
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۶۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۵۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري، د بلخ زون نظامي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۸/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۲۰ /۹ / ۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې (۵۶۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۵۰) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۴۰۳) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۳۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۴) دوسیې فیصله شوې، (۴۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۹۷) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۵۰) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۱
Background image

په کونړ ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کونړ ولايت غازي‌آباد ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر لواطت متهم و؛ په ۲۴/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

بیا په خبرونو کی