د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د جوزجان د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه 

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۵:۱۳
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د جوزجان د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه 

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفرالمظفر مياشتې په ۲۳مه نېټه جوزجان ولایت ته د سفر پر مهال د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه.
د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي په دې موخه له څو علماء کرامو څخه آزموینه واخیسته او د دوی له ډلې يې يو ممتاز کس د اړوند ولایت د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې د آمر په حیث وټاکه.
دغه راز یاد پلاوي د خپل سفر پر مهال د جوزجان ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه محکمې له مسؤولینو او منسوبینو او دغه راز د نظامي قطعې له منسوبینو سره جلا، جلا اصلاحي غونډې وکړې.
په دې اصلاحي غونډو کې د ياد پلاوي لخوا ټولو ګډونوالو ته د تقوا، اخلاص، خپل ور سپارل شوي مسؤوليتونه په ښه ډول سرته رسول او د اسلامي امارت د بقا لپاره د خدمت اړوند مهمې او ارزښتناکې ويناوې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی