د کندهار محاکمو په يوه مياشت کې د (۵۳۳) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۵۷۵) وثیقې هم اجرا کړې دي
د کندهار ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۱/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۵۳۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۷۵) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۲۸) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۸۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۱) دوسیې فیصله شوې، (۴۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د کندهار ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۰۵) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۱۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۵۶) دوسیې فیصله شوې، (۳۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د کندهار ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۷۵) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
