د کابل ولایت د حقوقو ریاست په یوه میاشت کې (۲۴۱۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۳۱
د کابل ولایت د حقوقو ریاست په یوه میاشت کې (۲۴۱۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کابل ولایت د حقوقو ریاست په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۵/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۵/۳۰ هـ ق) نېټې پورې (۲۴۱۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د کابل ولایت د حقوقو ریاست په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۶۴۸) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۱۳۷) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۴۶۱) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۹۵) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۹۵۵) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.

د دوسيو په برخه کې:
د کابل ولایت د حقوقو ریاست په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۷۶۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۵۵) دوسيې تطبيق شوې، (۱۳۹) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۹۲) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۴۷۷) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی