د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۰۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۲:۶
د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۰۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۲۵۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۰۴) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي برخه کې:
د کونړ ولايت محاکمو لخوا په يوه مياشت کې د (۹۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۴) دوسیې فیصله شوې او (۱۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.

په جزائي برخه کې:
د کونړ ولايت محاکمو لخوا په يوه مياشت کې د (۴۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۵) دوسیې فیصله شوې او (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.

د وثيقو برخه کې:
د کونړ ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۰۴) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی