د غور او پنجشېر ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۳۸۳) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۱۰
د غور او پنجشېر ولایتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۳۸۳) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د غور او پنجشېر ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۱۹/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۹/ ۸/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۸۳) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د غور او پنجشېر ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۰۰) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۹۰) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۶۲) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۱۴) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۳۴) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د غور او پنجشېر ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۸۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۶) دوسيې تطبيق شوې، (۱۸) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۵) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۱۴) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی