په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۲۹
په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت وزه ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د قتل په تور؛ په ۱۹/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې دغه پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د یادې محکمې سرپرست رئيس مولوي عزیزالله (سالک)، د زرمت ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان، د استخباراتو مدیر، د علماوو شورا او امر بالمعروف او نهی عن المنکر آمرينو، قومي مشرانو، مجاهدینو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

د سترې محکمې مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو، مفتیانو، محررینو او آمرینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د رئیسانو، مفتیانو، محررینو او آمرینو لپاره نن سه‌شنبه (۲۱/۴/۱۴۴۷هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې د سترې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۲۶
Background image

د خوست ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۸۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۸۵) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۸۵) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۸۵). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۲۲
Background image

د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۸۰۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۱۸۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د وثايقو آمريتونو او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ / ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۳۸۰۳) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی