د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضيالقضات په هدایت له زندانونو څخه (٧٥٢١) بندیان خوشي یا د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو
د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې عالي مقام په هدایت د ملک له زندانونو څخه د یوه مؤظف پلاوي تر لیدنو او نظارت وروسته، (٣٢٠٤) مستحقو زندانیانو ته عفوه وشوه او (٤٣١٧) نورو ته چې د تخفیف وړ ګڼل شوي وو، د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې له زندانونو څخه د لیدنې مؤظف پلاوی، د سترې محکمې عالي مقام د ۷/۳/۱۴۴۷هـ ق نېټې په هدایت د هر ولایت د مرافعه محکمې رئیس/ جزا دېوان د رئیس په مشرۍ جوړ شوی و او د اړوند محکمې (که ښاري محکمه وي که ابتدائیه محکمه) قاضي، د قوماندانۍ، ولایت مقام او استخباراتو استازو یې غړیتوب درلود.
یاد پلاوي ته هدایت شوی و، چې د خپل مشخص کاري طرزالعمل په رڼا کې دې د ټول ملک له زندانونو څخه هیئتي وکړي او راپور یې دې د سترې محکمې له عالي مقام سره شریک کړي.
