د بلخ ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د چهاربولک او چمتال ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۰:۵۳
د بلخ ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د چهاربولک او چمتال ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د بلخ ولایت مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان  رئیس مولوي عبدالسلام (مظهري) يې ملتیا کوله، په ۱۸/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یادو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د ليدنې په پيل کې له قضائي او اداري کارکوونکو سره غونډه وکړه؛ پر یو شمېر اړینو موضوعاتو یې خبرې وکړې او په ځینو برخو کې یې ورته لازمې لارښوونې او هدایات وکړل.
د ليدنې په دوام یاد پلاوي د دوی شته ستونزې واورېدې او له ځان سره يې یادداشت کړې.
دغه راز د مرافعه محکمې پلاوي د ابتدائیه محاکمو ټولې قضائي او اداري چارې وارزولې، چې الحمدلله چارې يې د شریعت او اصولو په رڼا کې ترسره کېدې او د لا ښه‌والي په موخه لازمې مشورې ورکړل شوې.
د مرافعه محکمې رئيس پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او ټينګار وشو چې د محکمې او نورو ارګانونو ترمنځ دې د همغږۍ مجلسونه وخت پر وخت جوړېږي، ستاسو پر وخت همکاري د مسؤولیت ښه سرته رسولو او د قضائي خدمتونو د دوام تضمین دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی