د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱
د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، نظامي محکمې رئيس، د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو رئيسانو، د امنیه قوماندانۍ د جنایي او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیرانو، د استخباراتو استازي او د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو مسؤول په ګډون، په ۳/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او غونډې د جزئیاتو په اړه یې تفصیلي وینا وکړه وویل، محاکم د یوه نظام د ملا د تیر حیثیت لري؛ ځکه چې د ټول ملت سترګې محاکمو ته دي، ترڅو د هغوی ستونزې د شریعت مطابق په عادلانه توګه حل او فصل شي، الحمدلله د اسلامي امارت محاکمو د توان سره سم دا مسؤولیت ادا کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، عریضې د دعوې بنسټ دی، په لومړي قدم کې باید وکتل شي چې د اصولو سره برابرې وي، له هغې وروسته ورباندې اجراآت وکړئ، په دویم قدم کې باید د موضوعاتو ترمنځ تفکیک وشي، ترڅو یې ذیصلاح محکمه معلومه شي.
د مرافعه محکمې رئيس د مجرمینو په اړه وویل، له هغوی سره باید بد چلند ونشي او بې ځایه ونه ځورول شي؛ ځکه چې په شریعت کې هر جرم ته ځانګړې سزا ټاکل شوې ده، د هغه مطابق ورته سزا ورکول کېږي.
د غونډې په دوام ګډونوالو خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل او  د مرافعه محکمې د رئیس لخوا ورته لازم هدایات وشول.
 غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی