د سترې محکمې حقوقو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۳:۵۳
د سترې محکمې حقوقو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې حقوقو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د حقیقي او حکمي اشخاصو د حقونو اړوند (۱۰۰۰۴۰) قطعې حقوقي عریضې ثبت او په اړه یې لازم اجراآت شوي دي. 
۲ـ په لومړۍ ربعه کې (۱۶۶۹۳) حقوقي قضيې  د مصالحې له لارې حل او فصل شوې دي.
۳ـ په لومړۍ ربعه کې (۱۸۴۵) قطعي او نهایي شوې فیصلې او قرارونه تطبیق شوي دي.
۴ـ په لومړۍ ربعه کې د سترې محکمې محترم مقام د هدایت په اساس د حقوقو عمومي رئيس او اړوند ادارو مسؤولينو ترمنځ د هغو کسانو د جلب د موضوع په اړه چې ضمانت نشي ورکولای؛ غونډه وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۳۱
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې پلاوي د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولايت مرافعه محکمي رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په هدايت يو پلاوي د جزا دېوان رئیس مولوي فضل الرحیم (عابد) په مشرۍ؛ په ۲۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي چې مشري یې د حقوقي مساعدینو رئیس مفتي ضیاء الحق (ثاقب) کوله، په ۲۰/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی