د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۸
د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو او ترغيب، د قومي مشرانو او سپين‌ږېرو په منځګړيتوب په ۷/۱/۱۴۴۷هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل او ټپي کېدو موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
د یوې مېرمنې د وژل کېدو او درېیو کسانو د ټپي کېدو دغه موضوع، اته میاشتې مخکې په مارجه ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه او ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په ډېر غور او دقت وڅېړل شوه.
یاده موضوع په يوه اصلاحي غونډه کې چې قومي مشرانو هم په کې ګډون درلود؛ د مقتول د وارثینو لخوا له قاتل څخه د دیت په اخیستو حل او رسماً پای ته ورسېده.
د غونډې په وروستيو کې دواړو لوریو له مسؤولينو مننه وکړه، په دې پرېکړه یې رضایت او خوښي څرګنده کړه او د محاکمو د مسؤولینو د هڅو ستاينه يې وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی