د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال او د وثایقو د ثبت آمرینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۵۵
د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال او د وثایقو د ثبت آمرینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په ۸مه نېټه، د کابل ولایت د وثایقو آمریتونو له آمرینو سره اداري غونډه وشوه.  
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د غونډې ګډونوالو د هېوادوالو ستونزو د حل، د کارونو د چټکتیا او بهبود په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل. 
د غونډې په دوام له بحث وروسته د ستونزو حللارې په ګوته شوې او د مرافعه محکمې مرستيال لخوا د ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر ټینګښت ټینګار وشو او د خدماتو د کچې د لوړولو په موخه ورته مهمې سپارښتنې وشوې.  
غونډه د مرافعه محکمې مرستیال لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی