د لغمان ولایت مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم شیخ سخي الرحمن (فايز) د معرفت غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۴:۰
د لغمان ولایت مرافعه محکمې د نوي رئیس محترم شیخ سخي الرحمن (فايز) د معرفت غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې لپاره نوی ټاکل شوی رئيس محترم شيخ سخي الرحمن (فایز)؛ په ۲۵/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت د محاکمو قضائي غړو، اداري کارکوونکو او نورو امارتي ادارو مسؤولینو ته معرفي او رسماً یې چارې پیل کړې.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د دعوت او ارشاد آمر مولوي سعید الله (حقاني) خبرې وکړې وویل، مسؤولیت باید په خپله ونه غوښتل شي؛ بلکې د وخت امیر لخوا يو چاته وسپارل شي او خلک باید د خپل حق د ترلاسه کولو پر مهال ناهیلي نه کړل شي.
د غونډې په دوام د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس مولوي محمد یونس (خالص)، د مرافعه محکمې پخواني رئیس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني) او نوي رئیس محترم شيخ سخي الرحمان (فایز) د قضاء په اړه عالمانه ویناوې وکړې.
د مرافعه محکمې نوي رئيس وویل، دا نظام چې د څومره قربانیو په پایله کې الله (جل‌جلاله) موږ ته راکړی، باید په کلکه ترې دفاع وشي او د ساتنې په برخه کې يې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو.
نوموړي ژمنه وکړه چې د اسلامي شریعت د احکامو او اسلامي امارت د اصولو په رڼا کې به خپل مسؤولیت ادا کوي او هېچاته به اجازه ورنکړي چې د محاکمو په داخلي چارو کې لاس‌وهنه وکړي.
 غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی