په میدان وردګو ولایت کې ۲ تنو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۸:۲۵
په میدان وردګو ولایت کې ۲ تنه متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفر المظفر د میاشتې په (۳) مه نېټه د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ ته څېرمه د سید جمال الدین د لیسې په انګړ کې د یادې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له لوري (۲) تنو متهمینو ته د غلا په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.

یاد مراسم چې د قرآن کریم په تلاوت پيل شول، په کې د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس مولوي عبدالله فرقاني، د همدې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس مولوي اسدالله احمدي، د دایمیرداد ولسوالۍ ولسوال سردار احمد او د امر بالمعروف آمر مولوي شفیع الله راشد ګډون درلود.

د مراسمو په پیل کې د دایمیرداد ولسوالۍ ولسوال د مراسمو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دایمیرداد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له دې کار څخه یې هرکلی وکړ.

ورپسې د میدان وردګو ولایت د مرافعه محکمې عمومي ولس ته د تعزیر په تړاو معلومات ورکړل، محترم مولوي فرقاني وویل، په دې هېواد کې په دومره لوی شمېر سره د قربانيو یوازینۍ موخه د اسلامي نظام راوستل و، حدود او تعزیرات د اسلامي نظام له لویو موخو دي، ځکه دا د الله تعالی احکام دي او په موږ یې تطبیق لازم دی.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل، د حدودو او تعزیراتو په تطبیق سره د جرايمو کچه را ټیټیږي، موږ ولیدل له کله چې اسلامي امارت حاکم شوی دی او د حدودو او تعزیراتو تطبیق پیل شوی، موږ او تاسو ټول ددې شاهدانو یو چې هېواد کې د جرايمو کچه په زیاته اندازه سره را ټیټه شوې ده.

ورپسې د دایمیرداد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس د مراسمو ګډونوالو ته د یادو دوو متهمینو د درې ګونو محاکمو د تعزیر فیصله ابلاغ کړه چې په کې هر یوه ته د (۳۹) دُرو علاوه درې کاله بند ورکړل شو.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۶۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې استینافي دېوانونو، د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۵ /۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۹ /۵ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د بدخشان، پروان او پنجشېر ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۹۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بدخشان، پروان او پنجشېر ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې له (۱۴۴۷/۵/۱ هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۵/۲۹ هـ ق) نېټې پورې (۸۹۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۳۰
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د  مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۵) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، نن یکشنبه ۹. . .

بیا په خبرونو کی