د پکتیکا ولایت وازه خوا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۴:۵۰
د پکتیکا ولایت وازه خوا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیکا ولایت وازه خوا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په ډېرو هڅو او د قومي مشرانو په منځګړیتوب په ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع شپږ میاشتې مخکې د پکتیکا ولایت وازه خوا ولسوالۍ جانخېلو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د یوې حقوقي دعوې په سر رامنځته شوې وه؛ چې له امله یې یو تن وژل شوی و.
دغه موضوع محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه؛ ورپسې د وازه خوا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو د قاتل او مقتول کورنۍ سولې ته وهڅول، له ډېرو هڅو او ترغیب وروسته جانبینو سولې ته غاړه کېښوده.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې چې د محکمې مسؤولینو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو په کې ګډون درلود؛ د مقتول وارثینو ته دیت ورکړل شو او دغه موضوع په رسمي ډول حل او فصل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی