په ننګرهار ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۳:۵۴
په ننګرهار ولايت کې څلورو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې په ۲۴/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ته د نامشروع اړيکو او له کوره د تېښتې په جرمونو تعزیري سزا ورکړل شوه.
په دې موخه جوړې شوې غونډه کې د یادې ابتدائيه محکمې رئیس مفتي لطیف الله (ستانکزي)، قضائي او اداري منسوبینو، د ولسوالۍ مرستيال، د استخباراتو مدیر، امنیه قوماندان، د نورو امارتي ادارو کارکوونکو او مراجعینو ګډون درلود.
ابتدائيه محکمې یاد مجرمين په ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسیونونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه 

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ډېرو هڅو؛ په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د کورنۍ شخړې له امله يو کال مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع؛ حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۱۰/۳۰هـ ق) نېټې پورې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی