د کندهار د حقوقو آمریت د یاد ولایت ښاري ابتدائیه محکمې ته انتقال شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۱۰:۳۸
د کندهار د حقوقو آمریت د یاد ولایت ښاري ابتدائیه محکمې ته انتقال شو

د سترې محکمې د عالي مقام د محترم اداري معاونیت د 1/8/1444 نېټې، (2695) ګڼه متحدالمآل د هدایت سره سم د کندهار ولایت د عدلیې محترم ریاست څخه د حقوقو آمریت د یاد ولایت ښاري ابتدائیه محکمې ودانۍ ته انتقال شو.

له عدلیې ریاست څخه د حقوقو آمریت د انتقال پر مهال د کندهار ولایت محترم مقام استازي، د حقوقو محترم آمر، د عدلیې محترم ریاست استازي او د محاکمو مسؤولینو حضور درلود.

د یادونې وړ ده چې د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالغفار (بحر) په مشرۍ په 3 /9 /1444 هـ ق نېټه د کندهار ولایت ښاري ابتدائیه محکمې ته انتقال شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی