د سترې محکمې د عالي شورا ۲۴مه غونډه ترسره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۲:۹
د سترې محکمې د عالي شورا ۲۴مه غونډه ترسره شوه

د چهارشنبې په ورځ (۲۷ /۱۰ /۱۴۴۴ هـ ق)نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ د سترې محکمې د عالي شورا ۲۴مه غونډه ترسره شوه.

د سترې محکمې د عالي شورا په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ جوړه شوې وه د عالي شورا غړو محترم شیخ محمدقاسم (راسخ)صاحب، محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب او محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب ګډون درلود.

د عالي شورا په دې ناسته کې د غونډې په اجنډا کې د شاملو نهو (۹) مهمو موضوعاتو په اړه تر تفصیلي خبرو وروسته د یادو موضوعاتو اړوند فیصلې صادرې شوې.

د سترې محکمې د عالي شورا دغه ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په خوست ولايت کې يوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولايت علشېرو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته له کوره د تېښتې په جرم؛ نن چهارشنبې ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز فیروزکوهي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس او د دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره وکتل

د بلخ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل)، د جزا دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرؤف (زهیر)، د تحریراتو رئیس (انانسر)، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د ټولو. . .

بیا په خبرونو کی