د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د نرنګ له ابتدائيه محکمې څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۱۵:۱۴
د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د نرنګ له ابتدائيه محکمې څخه لیدنه وکړه

د دوشنبې په ورځ ( ۱۴۴۵  د محرم میاشتې په ۲۱مه نېټه) د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مولوي عزیز الرحمن «حقاني» د مرافعه محکمې د مدني دېوان د رئیس محترم مولوي عبدالمالک په ملتیا د نرنګ ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه لیدنه وکړه.

د نرنګ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي فیضان الله یاد پلاوي ته هر کلی او  ښه راغلاست ووایه.

د مرافعه محکمې دغه پلاوي د یادې ابتدائيه محکمې د اداري او قضائي اجراآتو د ارزونې تر څنګ د حاضرۍ کتاب هم بررسي کړ.

د مرافعه محکمې رئیس دغې ابتدائیه محکمې ته د چارو د چټکیا او هیوادوالو دوسیو ته پر وخت د رسېدو په موخه درې کسان خدمتي معرفي کړل او وویل، د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت له مخې د بندیانو موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړئ.

د مرافعه محکمې رئیس د نرنګ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې او په یاده ولسوالۍ کې د حقوقو مدیریت کارکوونکو ته په اجراآتو کې د سرعت تر څنګ د شفافیت هدایت  وکړ.

محترم الحاج مولوي عزیز الرحمن «حقاني» د خپل سفر په دوام د نرنګ ولسوالۍ له ولسوال محترم مولوي محمدکریم «عمرصدیق»، د یادې ولسوالۍ د استخباراتو مدیر محترم سردار ولي « خادم » او نورو نظامي منسوبینو سره هم لیدنه وکړه او له یادو مسؤولینو یې ژمنه واخیسته کې له محکمې سره به د اړتیا پر مهال اصولي همکارۍ ته دوام ورکوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې لخوا د جزائي اصولنامې د تشرېح په موخه سيمینار جوړ شو

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) لخوا د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) له طرفه د توشېح شوې جزائي اصولنامې د تشرېح او لا ښه پوهاوي په موخه؛ په ۲۶/ ۷/. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې یو تن ته چې په زنا متهم و؛ په ۲۷ / ۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

د جزا دېوان یاد متهم په دوه کاله تنفیذي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د لغمان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي فیض الرحمن (نثار) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالحلیم (مظهري) او مولوي اختر محمد (مظهري) يې. . .

بیا په خبرونو کی