د پکتیا ولایت د مرافعې محکمې لپاره د نوي ټاکل شوي رئيس د معرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۲:۵۲
د پکتیا ولایت د مرافعې محکمې لپاره د نوي ټاکل شوي رئيس د معرفت غونډه ترسره شوه

د یکشنبې په ورځ (د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د درېیمې میاشتې په دوهمه نېټه) د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې د دغه ولایت د مرافعه محکمې لپاره د نوي ټاکل شوي رئيس محترم الحاج مفتي عبیدالله «خالد» د معرفت غونډه تر سره شوه.

غونډه د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې د ترافیکو دېوان د عضو محرر مولوي عبدالله «دیوبندي» لخوا د قرآنکریم  د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

په یاده غونډه کې د پکتیا ولایت مرستیال والي محترم مولوي انعام الله «صلاح الدین»، د پکتیا ولایت امنیه قوماندان محترم الحاج مولوي محمدعمر «مخلص»، د پکتیا زون نظامي ابتدائيه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالهادي «همت»، د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي محمدرحیم «نعماني»، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئيس محترم مولوي واحدالله «صدیقي»، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د امنیت عامه دېوان رئيس محترم مولوي حمدالله «حمیدي»، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د مدني او عامه حقوقو دېوان رئيس محترم مولوي محمدکریم «نسیمي»، د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس محترم مولوي محمد رئيس «محمدي»، د پکتیا ولایت د چاپېریال ساتنې رئيس محترم مولوي عبدالهادي، د پکتیا ولایت د عامې روغتیا رئيس محترم مولوي خیرمحمد «منصور»، د پکتیا ولایت د علماوو شورا غړو، د پکتیا ولایت د بېلابېلو ادارو لوړ رتبه مسؤولینو او عامو هیوادوالو ګډون درلود.

د غونډې په دوام د پکتیا مرستیال والي محترم مولوي انعام الله «صلاح الدین» خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې د قضاء او امر بالمعروف چارې دروند مسؤولیت وباله، د قضاء اصول یې د اسلامي شریعت سره سم بیان کړل او د حضرت عمر«رضی الله عنه» د اقوالو سره سم یې پر استقامت او اخلاص خبرې وکړې.

نوموړي په غونډه کې حاضر مسؤولین او نور ګډونوال تقوا ته وهڅول او یادونه یې وکړه  چې که چېرې تاسو تقوا ولری ستاسو تر لاس لاندې کسان به د شرعي امورو سره سم ستاسو اطاعت کوي.

د پکتیا مرستیال والي د استقامت په هکله د ابراهیم بن ادهم «رحمه الله»  زرینې کیسې د غونډې ګډونوالو ته بیان کړې او په پای کې يې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې نوي ټاکل شوي رئيس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» ته ښه راغلاست ووایه او د لا بریاوو غوښتنه یې ورته وکړه.

دغه راز د پکتیا ولایت امنیه قوماندان الحاج مولوي محمدعمر «مخلص» صاحب د شهیدانو پر منزلت او د کونډو او یتیمانو پر احوال رڼا واچوله، د اسلامي نظام پر بقاء یې خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې باید د اسلامي نظام شکر اداء کړو .

ورپسې د پکتیا زون نظامي ابتدائيه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالهادي «همت» صاحب  په خپلو خبرو کې په اسلامې نظام کې د چارواکو تغیر او تبدیل یو اصل وباله، د مسؤولینو د تغیر او تبدیل په مورد یې د اصحابو کرامو اقوال او افعال بیان کړل، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې لپاره نوي ټاکل شوي رئيس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» صاحب ته یې ښه راغلاست ووایه او د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې مخکني رئيس مفتي امان الله «منقاد حقاني» څخه یې مننه وکړه او په لوګر ولایت کې یې د نوي مسؤولیت مبارکي ورکړه.

د پکتیا د مرافعه محکمې مخکني رئیس محترم مفتي امان الله «منقاد حقاني» هم د خپلو خبرو په دوام د پکتیا ولایت مرافعه محکمې لپاره د نوي ټاکل شوي رئيس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» ستاینه وکړه،  نوموړی یې د همدې بست لایق وباله او په امورو کې یې د موفقیت دعاوې ورته وکړې.

دغه راز  د پکتیا ولایت د علماوو شورا غړي شیخ القرآن والحدیث مولوي احمدجان صاحب د غونډې ګډونوالو ته د اسلامي نظام او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ژوند او کړنو په مورد تفصیلي خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې لپاره نوي ټاکل شوي رئيس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» د غونډې ګډونوالو ته خبرې وکړې، د اسلامي امارت په نظام کې یې د چارواکو تغیر او تبدیل یو اصل وباله، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله پر اطاعت یې خبرې وکړې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په ژوند او په علم یې رڼا واچوله او عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله و رعاه ته یې د ولي الله لقب ورکړ.

نوموړي د قرآنکریم د آیاتونو په رڼا کې د عدل په اړه تفصیلي خبرې وکړې او قضاء یې دروند مسؤولیت وباله، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې له مخکني رئيس محترم مفتي امان الله «منقاد حقاني» څخه یې مننه وکړه او د مجلس له ګډونوالو څخه د دعاء غوښتونکی شو.

یاده غونډه د پکتیا ولایت د علماء شورا د غړي محترم شیخ عبدالجبار «احمدي» لخوا د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې له ۲۹مې د صفرالمظفر میاشتې تر ۷مې نېټې د ننګرهار ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ سمنګان، کندوز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي عبدالحی (شاکر) او مفتي فضل الرحمن (قاسمي) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام په ۲۸مه نېټه، د سترې محکمې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۲۴
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۶۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۱۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۵/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۸ /۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۸۶۱) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی