د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه
د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې له ۲۹مې د صفرالمظفر میاشتې تر ۷مې نېټې د ننګرهار ولايت د بټيکوټ، رودات، کوټ، سپين غر، اچين او دور بابا ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې دغه هيئت د یادو ابتدائيه محاکمو د فيصلو، د دوسيو د اندراج کتابونه، د عرايضو ثبت او نور اړوند اسناد په دقت سره وکتل، د چارو د لا ښه تنظيم، د اسنادو د خوندي ساتنې او د قضائي اجراآتو د لا بهبود په اړه یې اړوند مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د مرافعه محکمې پلاوي، د یادو ولسواليو د قوماندانیو، استخباراتو او نورو اړوندو ادارو له مسؤولینو سره هم ګډې غونډې وکړې؛ په غونډو کې د قضائي فیصلو د تطبیق، د قانون حاکمیت، د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنې او پر خپل وخت د دوسیو د حل او فصل، د عدلي او امنیتي ارګانونو ترمنځ د لا پیاوړې همکارۍ پر اهمیت خبرې وشوې.
په پای کې د یادو ارګانونو له لوري د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ د لا پياوړتيا ژمنه وشوه او ټينګار وشو، چې د عدلي او قضائي خدمتونو د ښهوالي او د نافذه اصولو د حاکميت د ټينګښت لپاره به ګډې هڅې په دوامداره توګه روانې وي.
