د جمادی الثانیه د میاشتې د لیدو په اړه د رؤیت هلال مرکزي کمېټې اعلان

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۸:۵۱
د جمادی الثانیه د میاشتې د لیدو په اړه د رؤیت هلال مرکزي کمېټې اعلان


 
د افغانستان اسلامي امارت د میاشتې د لیدو د مرکزي کمېټې د رسمي اعلان په اساس د دغه کمېټې غړو د ګران هیواد افغانستان په هېڅ ولایت کې د جمادی الثانیه میاشت نه ده لیدلې او نه عامو هیوادوالو شرعي محاکمو ته د دې میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې ده، په دې اساس سبا پنجشنبه د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې ۳۰ مه ده او بل سبا د جمعې ورځ د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانیه میاشتې لومړۍ نېټه ده، چې د ۱۴۰۲ هـ ش کال د لیندۍ (قوس) میاشتې له ۲۴مې نېټې سره برابره ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د علماوو شورا مرستيال، د امنيتي ادارو او د فرمانونو او حکمونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۳
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستيال په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت د کونړ ولايت د محاکمو او نورو امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

د سترې محکمې د اداري مرستيال محترم شيخ سخاءالله (سعيد) صاحب په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت، چې د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئيس محترم مفتي عبدالرشيد (سعيد)، د کارکوونکو چارو عمومي رئيس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۰۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۳ /۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۰۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی