د پکتیا د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
د پکتیا د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري ناسته وشوه

د چهارشنبې په ورځ (۱۹ /۷ /۱۴۴۵هـ ق) نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ د دغه ولایت د محاکمو د مسؤولینو ترمنځ اداري ناسته وشوه.

په یاده ناسته کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه د مرافعه، ښاري ابتدائیه او اختصاصي محاکمو قضاتو او اداري کارکوونکو ګډون درلود.

د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د محترمو قضاتو د کارونو پر ستاینه سربېره د عدل او له مراجعینو سره د ښه چلند په اړه مفصلې خبرې وکړې.

دغه راز نوموړي د مسائلو په اړه د خپلمنځي مشورو، د بیت المال د اجناسو د ساتنې، د منکراتو څخه د ځان ساتلو، پر خپل وخت حاضرۍ او د جماعت لمانځه د پابندۍ په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

محترم مفتي عبیدالله (خالد) وویل، د خپلو ضروریاتو غوښتنه له مربوطه رئیسانو سره شریکوئ چې په وخت رسېدنه ورته کیږي.

د ناستې په جریان کې د مرافعه محکمې رئیس اداري کارکوونکو ته له اسلامي امارت سره د وفادارۍ په هکله توصیې وکړې.

غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی