د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د دريو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۴:۵۹
د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د دريو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

په ۱۲/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د کونړ ولایت د مرافعه محکمې محترم رئیس الحاج مولوي عزیز الرحمن (حقاني)، د ښاري محکمې رئیس مولوي محمد ایوب (قلم) او مل پلاوي د چپې درې، ماڼوګي او وټه پور ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د چپې درې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې رئيس الحاج مولوي شېر ولي، د ماڼوګي ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې رئیس مولوي محب الله او د وټه پور ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې رئیس مولوي روشن خان یاد پلاوي ته هرکلی او ښه راغلاست ووایه.
ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د یادو ولسوالیو د قضائي او اداري اجراآتو د کتلو ترڅنګ په یو شمېر قضائي اجراآتو مفصلي خبرې وکړې او د یو شمېر اجراآتو په اړه د یادو محاکمو مسؤولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام د یادو محاکمو اړوند د حقوقو مدیریتونو څخه هم نظارت وشو، د اړونده مدیریتونو کارونه له نږدې وکتل شول او د شته نیمګړتياوو په اړه د ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره هر اړخیزې خبرې وشوې.
د مرافعه محکمې رئيس د یادو محاکمو مسؤولينو ته په خطاب کې وويل، چې زموږ دغه سفرونه د محاکمو په اجراآتو کې د شفافیت او د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په معنی دي، په راتلونکې کې به هم د محاکمو د اجراآتو څخه د څارنې او د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه خپلو سفرونو ته دوام ورکوو، تر څو د محاکمو اجراآت په احسنه، شفافه او بې پرې توګه ترسره شي.
د لیدنې په پای کې د مرافعه محکمې رئيس د حاضرۍ په پابندۍ، پر خپل وخت قضایاوو ته پر رسېدنه، د مراجعینو سره په ښه سلوک او په اجراآتو کې پر شفافیت ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی