د کابل ولايت د استالف ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې لخوا د حقوقو مدیريت کارکوونکو او عريضه ليکونکو ته سيمينار جوړ شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۲۶
د کابل ولايت د استالف ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې لخوا د حقوقو مدیريت کارکوونکو او عريضه ليکونکو ته سيمينار جوړ شو

د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د رئیس مولوي عبدالغفور (امین) په مشرۍ د یادې ولسوالۍ د حقوقو مدیریت کارکوونکو او عریضه لیکوونکو ته په ۷/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د معیاري عریضو لیکلو په موخه یو ورځنی سيمينار جوړ شو.

سیمینار د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شو؛ ورپسې د یادې محکمې محترم رئیس لخوا د مراجعينو د ستونزو د حل په موخه عریضه لیکونکو ته د عریضې د لیکلو ټول عام او ځانګړي شرطونه تشرېح شول، هدایت ورکړل شو چې له دې وروسته باید ناسمې عریضې ونه لیکي.
دغه راز د یادې محکمې رئیس د حقوقو مدیریت کارکوونکو ته هم هدايت وکړ چې له مراجعینو دې صحیح لیکل شوې عریضې اخلي.
په دغه يو ورځيني سيمينار کې د مسؤولينو لخوا د اسلامي امارت اداري اصولنامې ۳۳مه ماده په واضحه توګه تشرېح شوه او د غونډې ګډونوالو ته وویل شول چې له مراجعینو سره دې ښه چلند کوي او د خلکو د سرګردانۍ څخه دې تر خپل وسه مخنیوی کوي.
د غونډې په وروستيو کې عریضه لیکونکو د یادې محکمې مسؤولينو ته خپلې ستونزې وړاندې کړې او د یادې محکمې د مسؤولينو لخوا ورته د حللارې په ګوته شوې.
د سيمينار موخه د ناسمو عریضو لیکلو له امله د مراجعینو دوسیو ته د رسېدو برخه کې د ځنډ مخنیوی او هېوادوالو ستونزو او دوسيو ته پر خپل وخت رسېدنه وه.
یاد سيمينار د دعا په ویلو پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی