د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي
د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۷۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۵) دوسیې فیصله شوې او (۱۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۳۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۶) دوسیې فیصله شوې او (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.
د وثيقو برخه کې:
د کونړ ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۸۱) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
