د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئیس په مشرۍ د چارو د سمون او همغږۍ په موخه غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۳۹
د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئیس په مشرۍ د چارو د سمون او همغږۍ په موخه غونډه وشوه

د سترې محکمې د حقوقو عمومي رئیس الحاج مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحفاظ) په مشرۍ د چارو د ښه والي، فساد د مخنیوي او ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه په ۲۵/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق د ياد رياست په انګړ کې غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ د کابل ولایت د حقوقو ریاست آمرینو او کارکوونکو ګډون درلود.
په غوڼده کې محترم مفتي ابوالحفاظ ګډونوالو ته وویل چې په کارونو کې له یو بل سره همغږي، د اداري فساد او وظیفوي غفلت مخنیوی هغه څه دي چې د اسلامي نظام له استحکام سره مرسته کوي.
ګډونوالو د دغه ډول غونډو جوړول ځکه ضروري او ګټور وبلل چې له يو بل سره په کې مشورې او کاري تجربي شریکېږي، دا هغه موارد دي چې دوی خپلو کارونو ته لا ښه متوجه کوي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی