د میدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د کارونو د شفافیت او چټکتیا په موخه غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۷:۵۲
د میدان وردګ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د کارونو د شفافیت او چټکتیا په موخه غونډه وشوه

د ميدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) په مشرۍ؛ د محاکمو د قضائي او اداري غړو او کارکوونکو په ګډون د کارونو د شفافیت او چټکتیا په موخه په ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ نېټه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د مرافعه محکمې رئيس د وخت د ارزښت او پابندۍ په اړه وینا وکړه او د بې‌ځایه وخت ضایع کېدو د مخنیوي په اړه یې د غونډې ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي د دې لپاره چې د محاکمو کړنې تر پوښتنې لاندې رانشي او د خلکو کارونه په خپل وخت او شفاف ډول ترسره شي، د قضائي او اداري چارو په شفافیت او چټکتیا یې ټینګار وکړ.
دغه راز په دې غونډه کې د امارتي او شخصي ځمکو اړوند دعواوو د حل او فصل په موخه ځانګړی هر اړخیز بحث هم ترسره شو.
د غونډې په وروستيو کې ګډونوالو د کارونو د لا ښه ترتیب او تنظیم په موخه خپل نظرونه وړاندې کړل.
 غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۴مه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴
Background image

د خوست ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د معرفت غونډه وشوه

د خوست ولايت د مرافعه محکمې نوی عمومي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د یکشنبې په ورځ (۴/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد رياست قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته معرفي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷). . .

بیا په خبرونو کی