د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب لوېدیځ زون تمیز ریاست اړوند دېوانونو او د کندهار ولایت له محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۵۰
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب لوېدیځ زون تمیز ریاست اړوند دېوانونو او د کندهار ولایت له محاکمو څخه لیدنه وکړه

د عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه‌الله تعالی) او سترې محکمې د محترم مقام په شفاهي هدایت د مرکزي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ مولوی عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ د جنوب لوېدیځ زون د تفتيش ریاست سره په همکارۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې د جنوب لوېدیځ زون د تفتیش رئیس مولوي سراج احمد (ابوسعید)، مولوي امان الله (حامد)، مولوي محمد فقیر (حنیف)، مفتي محمد اسلام (مسلم) او مولوي عبدالبصیر (سمیح)  څخه جوړ شوی و؛ د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۹مه نېټه د جنوب لوېدیځ زون اړوند دېوانونو او د کندهار ولايت محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د جنوب لوېدیځ زون او د مرافعه محکمې له رئیسانو سره وکتل.
یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د جنوب لوېدیځ زون دېوانونو او د یاد ولايت د (۱۹) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، وثایقو آمریت، حقوقو آمريت، اختصاصي او نظامي محاکمو څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو له قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي غړو او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د قضائي تفتیش عمومي ریاست پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې او کاري خنډونه له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د کندهار ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
دغه پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د یاد ولایت او ولسواليو له قضائي او اداري مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوند ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
ياد پلاوي د جنوب لوېدیځ زون او د کندهار ولايت د محاکمو په وړاندې د شته ستونزو دقیقه او هر اړخیزه څېړنه وکړه.
ياد پلاوي د خپلې پلټنې نهايي راپور د عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه‌الله تعالی) سره هم شريک کړ.
د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶هـ ق کال د ذوالقعدة الحرم میاشتې په ۱۵مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی