د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا (۳) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۱:۲۷
د کابل ولایت د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا (۳) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې درېيو کسانو ته د الکولي مشروباتو او نشه‌يي تابليتو "ذيکپ" د خرڅلاو په جرمونو؛ په ۲۹/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له یو کال څخه تر دوو کالو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.
 دغه پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمینو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۴مه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴
Background image

د خوست ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د معرفت غونډه وشوه

د خوست ولايت د مرافعه محکمې نوی عمومي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د یکشنبې په ورځ (۴/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد رياست قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته معرفي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷). . .

بیا په خبرونو کی