د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ له نورو امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۴
د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ له نورو امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ؛ د ښاروالۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او مستوفیت استازو، د ثبت اسناد وثايقو آمر او عضو مفتي او د تحریراتو رئیس په ګډون په ۲۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د مرافعه محکمې رئیس د امارتي ادارو استازو سره د املاکي موضوعاتو چې د یادو ادارو لخوا معلومات وخت پر وخت ورکول کېږي او ځينې وخت په یوه موضوع کې د دویم ځل لپاره معلومات غوښتل کېږي؛ د لومړي ځل معلوماتو سره توپیر لري، بحث او خبرې وکړې.
د غونډې په دوام له تفصیلي بحث وروسته پرېکړه وشوه چې په راتلونکي کې به یادې اداري په دقیق ډول د املاکي موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کوي تر څو کومه ستونزه پيدا نشي.
غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی