د خوست ولايت مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مولوي عين الله (خلیل) د معرفت غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۴۲
د خوست ولايت مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مولوي عين الله (خلیل) د معرفت غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې نوی رئيس محترم مولوي عین الله (خليل)؛ په ۲۱/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یادې محکمې قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې مرستیال والي، د علماوو شورا، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکاياتو اورېدو او د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو رئیسانو، د محاکمو قضاتو، قضائي غړو او نوور مسؤولینو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د علماوو شورا رئیس شیخ انور حسین (حسیني) د قضاتو د دندو او ځانګړتياوو په اړه هر اړخيزه وینا وکړه.
د غونډې په دوام مرستیال والي مولوي محبوب شاه (قانت) خبرې وکړې؛ د پخواني رئیس کارونه یې وستایل او نوي رئیس ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ زیاته یې کړه، چې محاکم د اسلامي نظام لپاره د ستون فقرات حيثیت لري.
دغه راز د مرافعه محکمې پخواني رئیس محترم مولوي امین الله (منیب) وینا وکړه، د تېرو لاسته راوړنو د یادونې ترڅنګ یې نوي رئیس ته ښه راغلاست ووایه.
په وروستیو کې د مرافعه محکمې نوي رئیس وینا وکړه، د قضاء په اهمیت، له ولس سره په ښه چلند او د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه يې ټینګار وکړ.
نوموړي د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې په شرعي مسؤولیت کې به هېڅ ډول سستي او له حق څخه به درېغ نه کوي.
غونډه د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکاياتو اورېدو رئیس مولوي شراف الدين لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی