د غزني ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د نوي رئيس محترم مولوي عبدالمجید د معرفت غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۵۱
د غزني ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د نوي رئيس محترم مولوي عبدالمجید د معرفت غونډه وشوه

د غزني ولايت ښاري ابتدائيه محکمې نوی رئيس محترم مولوي عبدالمجيد او نورو قضائي غړو د معرفت غونډه په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د مرافعه محکمې په ریاست کې ترسره شوه.
 غونډه د تحريراتو آمر لخوا د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې د مدني دېوان رئیس صلاح الدین (حقاني) هر اړخیزه وینا وکړه.
د غونډې په دوام د ښاري ابتدائیه محکمې نوي رئيس د تقوا، عدالت او ثبات په اړه وینا وکړه.
دغه راز د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) د اطاعت په اړه وینا وکړه؛ نویو مقررو او تبدیل شویو قضاتو ته یې د خدمت د قبولیت دعا ترڅنګ د ناستې ګډونوالو ته د مشورې کولو سپارښتنه وکړه.
نوموړي له مراجعینو سره په ښه چلند او خپلو منځو کې پر همغږۍ او همکارۍ ټينګار وکړ؛ نوي تبدیل شوي قضات او رئيسان يې معرفي کړل.
غونډه د یاد ولایت د دعوت او ارشاد آمر لخوا په اختتامیه دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی