د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د زندانونو چارو له سمون رياست څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۲۹
د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د زندانونو چارو له سمون رياست څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي په ۴/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عدلي او قضائي برخو کې د همغږۍ د پياوړتیا، د بندیانو د دوسیو د حل او فصل بهیر ارزونې او د زندانونو چارو سمون ریاست د وضعیت د څېړنې په موخه د یاد ولايت د زندانونو چارو له سمون ریاست څخه ليدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې د مرافعه محکمې رئيس د محبس مسؤولینو ته وویل، ستاسې دنده يوازې قلف تړل نه دي؛ بلکې د وجدان دروازې باید خلاصې وي، بندي مجرم دی؛ خو انسان هم دی، انسان ته خدمت مهرباني نه ده؛ بلکې وجیبه ده، په زندان کې ساتل شوی انسان بندیخانې ته نه؛ بلکې اصلاح ته راغلی دی، قانون د دوی اصلاح غواړي نه د دوی هلاکت.
نوموړي زیاته کړه، هڅه وکړئ چې د محبس هر بلاک ته ورشئ، ستونزې يې واورئ او ورته په خپل وخت رسېدنه وکړئ.
د مرافعه محکمې رئيس وویل، زه د زړه له کومې خوښ یم، چې د زندان د دروازو شاته داسې یو چاپېریال لرو چې هم اصلاح ته لار همواروي او هم د توبې، زده کړې او بدلیدو فرصت ورکوي، هر بندي که مجرم هم وي، حق لري چې عدالت ورسره وشي، نه دا چې هېر شي.
د ليدنې په وروستيو کې د بنديانو غوښتنې واورېدل شوې او ډاډ ورکړل شو چې اصولوي غوښتنو ته به یې ژر تر ژره د اصولو مطابق رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی