د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د دغه ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۱:۳۴
د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ یوه پلاوي د دغه ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د خوست د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عین الله (خلیل) چې د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئيس الحاج مولوي عبدالقیوم (صاحب زاده)، د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او د یادې محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو یې ملتیا کوله، په ۵/۲/۱۴۴۷ هـ ق نېټه د دغه ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي په یاده لیدنه کې د بندیانو اړتیاوې او نظرونه واورېدل، بندیانو ته ډاډ ورکړل شو چې هېڅ زنداني به زندان کې بې‌برخلیکه نه پاته کېږي؛ بلکې دوسیې به یې د اړوند محاکمو لخوا په ټاکلي وخت حل او فصل کېږي.
زندانیانو د مرافعه محکمې له رئیس او ورسره مل پلاوي مننه وکړه چې تل یې د دوی د وضعیت پوښتنه کړې او دوسیو ته یې په ټاکلي وخت رسېدنه کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسیونونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه 

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ډېرو هڅو؛ په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د کورنۍ شخړې له امله يو کال مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع؛ حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۱۰/۳۰هـ ق) نېټې پورې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی