د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستيال د احصائیې ملي ادارې اړوند مسؤولينو سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۳۱
د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستيال د احصائیې ملي ادارې اړوند مسؤولينو سره وکتل

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال محترم مولوي محمد مبین (الطاف)، په ۱۹/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د احصائیې ملي ادارې د پلان او پالیسۍ ریاست له رئیس محترم عبیدالله (حجر) او د آسان خدمت رئیس محترم مولوي عبدالرحمن (فهیم) سره په خپل کاري دفتر کې د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د مرافعه محکمې مرستيال راغلو مسؤولینو ته ښه راغلاست ووايه؛ ورپسې د آسان خدمت رئیس او د احصائيې ملي ادارې د پلان او پالیسي رئیس د آسان خدمت اړوند چارو، وطنوالو ته په چارو کې د آسانتیاوو راوستلو او نورو ضروري مواردو خبرې وکړې.
د غونډې په دوام د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا، د معلوماتو د تبادلې او د خدماتو د کیفیت لوړولو پر موضوعاتو بحث وشو؛ ګډونوالو ټینګار وکړ چې د آسان خدمت ریاست اړوند قضائي چارو په برخه کې د همغږۍ زیاتوالی به د عامو خلکو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او د ادارو د کاري بهیر په چټکتیا کې به ښه رول ولوبوي.
دغه راز د مرافعه محکمې مرستیال لخوا د قضائي چارو په برخه کې د آسان خدمت ریاست اړوند موضوعاتو د ژر حل اطمینان ورکړ وویل، په دې برخه کې به د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت سره سم چارو ته رسېدنه کېږي.
د غونډې په پای کې، دواړو لوریو د دوامدارو همکاريو ژمنه وکړه او پرېکړه وشوه چې د اړوند چارو د ښه سمون لپاره د همغږۍ دوامداره ناستې ترسره کېږي.
غونډه د مرافعه محکمې مرستیال لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی