د زابل ولایت مرافعه محکمې په انګړ کې يو باب مسجد جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۳:۵۷
د زابل ولایت مرافعه محکمې په انګړ کې يو باب مسجد جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د زابل ولایت مرافعه محکمې په انګړ کې د سترې محکمې د رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي شفقت او مهربانۍ یو باب مسجد جوړ او په ۲۲/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد مسجد د پرانیستې په موخه جوړه شوې غوڼده، چې د مرافعه او ښاري محاکمو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د محافظتي قطعو قوماندانانو او مجاهدينو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د څو مبارکو آياتونه په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان) ګډونوالو ته د جوړ شوي مسجد په اړه معلومات ورکړل وویل، دغه جوړ مسجد د سترې محکمې د محترم رئيس او قاضي‌القضات شيخ عبدالحکیم (حقاني) حفظه‌الله د خاص شفقت او مهربانۍ له مخې د زابل ولایت مرافعه محکمې ته د راتګ پر مهال منظور او د سترې محکمې له بودجې جوړ شو.
 د یادونې وړ ده چې ياد مسجد په یوه وخت د (۲۵۰) لمونځ کوونکو ظرفيت لري او د يوې مياشتې او پنځلس ورځو په موده کې په پاخه او اساسي ډول ورغول شو.
یاده غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د وزارتونو، امارتي ادارو، کمېسیونونو، د ملک (۳۴) ولایتونو محاکمو او نورو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه 

د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ډېرو هڅو؛ په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د کورنۍ شخړې له امله يو کال مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع؛ حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر  ۱۴۴۷/۱۰/۳۰هـ ق) نېټې پورې (۱۵۸۹) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

بیا په خبرونو کی