د پکتیکا ولایت وازې‌خوا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۵۶
د پکتیکا ولایت وازې‌خوا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د پکتیکا ولایت وازې‌خوا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۲۰/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل رامنځته شوې موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع شپږ میاشتې وړاندې د وازې‌خوا ولسوالۍ بازار کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه؛ چې په نتیجه کې یې یو تن وژل شوی و.
دغه موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، وروسته د مسؤولينو په ډېرو هڅو، علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړيتوب دواړو طرفونو سولې ته غاړه کېښوده.
دغه د قتل موضوع د جانبینو تر رضایت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې چې د سيمې علماء کرامو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو هم په کې ګډون درلود، د مقتول د وارثينو لخوا د قاتل په بخښنې سره په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی